انصار: ( د مرغومی ۱۱ مه)، په داسې حال کې چې د شنونکو په اند ۲۰۲۳ میلادي کال د افغانستان لپاره له سیاسي اړخه د ۲۰۲۱ او ۲۰۲۲ کلونو تکرار وو او هېڅ هېواد طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی، خو د ذبیح الله مجاهد روان کال له سیاسي اړخه د افغانستان لپاره له لاسته راوړنو ډک کال بولي.
نوموړی وايي، په ۲۰۲۳ کال کې حکومت وتوانېد چې د نړۍ له ډېرو هېوادونو سره ښې سیاسي اړیکې جوړې کړي او دغه اړیکې لا پیاوړې کړي.
هغه وویل: « له چین سره سفارتي اړیکې جوړې شوې او ځینو نورو هېوادونو هم په کابل کې خپل سفارتونه پرانیستل. په دې موده کې د حکومت مسوولینو په ګڼو بهرنیو غونډو کې د افغانستان د خلکو په استازیتوب ګډون وکړ او په پای کې باید ووایو چې افغانستان په ښه سیاسي لوري روان دی.»
دا په داسې حال کې ده چې نړیوالې ټولنې په ۲۰۲۳ کال کې هم پر خپل دریځ ټینګار وکړ او د ښځو حقونه، په ځانګړې توګه د ښځو د زده کړو او کار مخنیوی یې د طالبانو حکوت د رسمیت پېژندلو لپاره د سرې کرښې په توګه یاد کړي دي.
سیاسي شنونکي هم د طالبانو حکومت له خوا د نړیوالې ټولنې د غوښتنو نه منل له اوسني نظام سره د نړۍ د سیاسي تعامل پر وړاندې لوی خنډ بولي.
سیاسي شنونکی محمد هاشم قیام په دې اړه وایي: " له حکومت سره د نړیوالې ټولنې د تعامل لپاره د ښځو پر زده کړو او کار بندیز لرې کول دي او اوسنی حکومت تر اوسه نه دی توانیدلی چې دغه خنډونه لرې کړي."
له بلې خوا یو بل سیاسي شنونکی محمد ماهر صادق وايي، ۲۰۲۳ کال د افغانستان په اړه له سیاسي بحثونو او نړیوالو غونډو څخه ډک کال و، خو د طالبانو حکومت په اړه د نړیوالې ټولنې په دریځ او تګلاره کې کوم بدلون نه دی راغلی.
د یادونې ده چې په ۲۰۲۳ کال کې د کابل او اسلام اباد سیاسي اړیکې هم له کړکېچونو څخه ډکې وې او پاکستاني چارواکو تل پر طالبانو حکومت د ترهګرۍ پر وړاندې د نه همکارۍ تورونه لګولي.
خو د حکومتی چارواکو دغه ادعا رد کړې او له اسلام اباد څخه یې غوښتي چې د پاکستان د ناامنیو پړه دې د افغانستان پر اوږو نه اچوي.
د دواړو هېوادونو تر منځ دغه سیاسي کړکېچ د دې لامل شو چې پاکستان له هغه هېواده د افغان کډوالو په اجباري شړلو لاس پورې کړ، خو د اسلام اباد دغې کړنې یو ځل بیا د پاکستان او افغانستان پر سیاسي اړیکو منفي اغېز وکړ.
خو له دې ټولو سیاسي پېښو سره سره د کال په وروستیو ورځو کې د طالبانو حکومت په اړه د نړۍ لید نسبتاً بدل شو او د ملګرو ملتونو امنیت شورا په فوق العاده غونډه کې له طالبانو سره د تعامل د څرنګوالي په اړه یو پرېکړه لیک تصویب شو.
د دغه پریکړه لیک متن د امنیت شورا ته د یوې خپلواکې ارزونې له وړاندې کولو وروسته تصویب شو چې پکې ویل شوي وو، د افغانستان په اړه اوسنی وضعیت د منلو نه دی.
په دې غونډه کې د بېلابېلو هېوادونو استازو د خپلو مکلفیتونو په اړه د طالبانو حکومت عملي اقدامات اړین وبلل او له نړیوالې ټولنې سره یې د طالبانو د اړیکو په عملي کولو ټینګار وکړ او په پای کې دغه پریکړه لیک د ۱۳ رایو په تائید تصویب شو، چې دې پرېکړه لیک ته چین او روسیې رایه ور نه کړه.
د دغه پریکړه لیک له مخې تمه کیږي چې د ملګرو ملتونو عمومي منشي د امنیت شورا په مشوره له طالبانو حکومت سره د ډیپلوماتیکو اړیکو لپاره ځانګړی استازی وټاکي.
سیاسي شنونکي د دغه ډول پرېکړه لیک تصویبېدل په سیاسي ډګر او له افغانستان سره د نړۍ په تعامل کې مهم بولي، خو په ورته وخت کې له حکومت نه غواړي چې له دغه فرصت څخه په استفادې هغه خنډونه لرې کړي چې د نړۍ د متقابل عمل د نشتوالي لامل شوي دي.
د معلوماتو له مخې اوس مهال روسیه، پاکستان، ایران، چین، تاجکستان، ازبکستان، قزاقستان، ترکمنستان، قرغزستان، ترکیه، قطر، متحده عربي امارات او سعودي عربستان هغه هېوادونه دي چې په کابل کې یې سفارتونه فعال دي.
LINK: https://www.ansarpress.com/english/29344